د امریکا د کانګرېس د څېړنیز خدمت په تازه راپور کې ویل شوي، هغه وسلهوالې ډلې چې د هند امنیتي او ستراتیژیکو ګټو ته ګواښ بلل کېږي، لا هم په پاکستان کې حضور لري او د بریدونو د پلان جوړونې وړتیا یې ساتلې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه سند چې د جنوبي اسیا د ترهګریزو فعالیتونو جزییات څېړي، ښيي چې ځینې پېژندل شوې ډلې اوس هم د پاکستان له خاورې خپل فعالیتونه تنظیموي.
په راپور کې د «لشکر طیبه» او «جیش محمد» نومونه هم یاد شوي او ویل شوي، چې دغه ډلې لا هم د پاکستان دننه شته او له هماغه ځایه د هند پر ضد د خپلو عملیاتو د تنظیم هڅې کوي.
د امریکا د کانګرېس دا ارزونه په داسې حال کې خپرېږي، چې د سیمې د امنیت، د هند او پاکستان د اړیکو، او فرضي کرښې پورې غاړه کې د وسلهوالو فعالیتونو په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

