امريکايي چارواکو خبر ورکړی، چې پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو احتمالي ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
واشنګټن پوسټ د امريکايي چارواکو په حواله ويلي، چې پنټاګون د دې چمتووالي په لړ کې زرګونه ځمکني او سمندري ځواکونه منځني ختیځ ته استوي.
بللور د سپنې ماڼۍ یوه ویاند ویلي، د پنټاګون له لوري د بېلابېلو وضعیتونو لپاره دا ډول چمتووالی د ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې په معنی نه دی.
دا په داسې مهال ده، چې ټاکل شوې نن د پاکستان، ترکیه، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران په اسلاماباد کې د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو د کمولو په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي.

