د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه کې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د وروستیو اړیکو تر ارزونې وروسته په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت د لا پرمختګ په اړه خبرې وشوې.
دغه شان په یاده غونډه کې د یو شمېر سیاسي مسايلو د حل په موخه پر ګډو هڅو ټینګار شوی او له سیمې او نړۍ سره د متوازن سیاست پر بنسټ د اسلامي امارت د رغنده او مثبتو اړیکې یادونه شوې ده.
ویل کیږي چې د سیاسي کمېسیون غړو د یو لړ موضوعاتو تر شننې او پرېکړو وروسته د راتلونکو ناستو اجنډا هم ټاکلې ده.