ډېر لوستل شوي

د ایران پوځ: د اقتصادي بنسټونو پر ضد غچ‌اخیستونکي بریدونه روان دي

د ایران د وسله‌والو ځواکونو یوه لوړپوړي قوماندان ویلي، چې د دې هېواد پر اقتصادي او حیاتي بنسټونو له بریدونو وروسته، ایران د امریکا او اسراییلو اړوندو صنعتي مرکزونو پر ضد غچ‌اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي.

د ایراند سپاه پاسداران د هوايی ځواک قوماندان سید مجید موسوي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، تر دې مهاله د ایران د وسله‌والو ځواکونو په بریدونو کې د اسراییلو له لوري په اشغال شویو سیمو کې د “نئوت حوواف” کیمیاوي صنعت، یو د تېلو تصفیه‌خونه، دوه د فولادو ستر کمپلکسونه او د المونیم دوه لوی صنعتي مجتمعې په نښه شوې دي.

د ایراني چارواکو په وینا، دا بریدونه د هغو اقداماتو په ځواب کې ترسره کېږي، چې د ایران اقتصادي، صنعتي او حیاتي تأسیسات یې هدف ګرځولي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په سیمه کې د ایران، اسراییلو او امریکا ترمنځ پوځي او امنیتي ترینګلتیا لا هم د پراختیا په حال کې ده.

اړوند خبرونه