ډېر لوستل شوي

بدخشان کې ۱۴ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخه نیول شوې

کورنیو چارو وزارت د بدخشان په «کشم» ولسوالۍ کې د ۱۴ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د امنیې قوماندانۍ پولیسو یو کس د ۱۴ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
د سرچینې په وینا چې نیول‌شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوي دي.

اړوند خبرونه