د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې، چې هېواد یې له ایران سره په روانه جګړه کې بریا ته نږدې شوی دی.
نوموړي خپلو خلکو ته د ټلوېزيونې وينا پر مهال ويلي، چې امریکا تر بل هر وخت ډېر د ایران پر وړاندې د بریا په حال کې ده او زیاته کړې يې ده، د ایران سمندري ځواکونه له منځه تللي او هوايي ځواک یې هم د لهمنځه تلو په درشل کې دی.
ټرمپ خبرداری ورکړی، په راتلونکو اوونیو کې به بریدونه لا هم زیات شي او ټینګار یې کړی چې دا بهیر به تر هغه دوام وکړي، څو د امریکا ټول ټاکل شوي اهداف پوره شي.
هغه همداراز ويلي، که ایران له واشنګټن سره هوکړې ته غاړه کېنږدي، نو مهمې زېربناوې به یې په نښه شي.
د هغه په وینا، د اړتیا په صورت کې به د ایران د برېښنا تولید ټول بنسټونه به په هممهاله توګه هدف وګرځول شي.

