ډېر لوستل شوي

عباس عراقچي: پر ملکي زېربناوو بریدونه مو نه شي تسلیمولی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د امریکا او اسراییلو لخوا په ګډو بریدونو کې د دغه هېواد د ملکي تاسیساتو په نښه کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا بریدونه به هېڅکله ایرانیان تسلیمېدو ته اړ نه باسي.

ښاغلي عراقچي وړاندې ویلي: «دا کړنې یوازې د هغه دښمن د ماتې او اخلاقي زوال ښکارندویي کوي چې له ګډوډۍ سره مخ دی. هر پل او هره ودانۍ به بېرته او دا ځل لا پیاوړې ورغول شي، خو هغه څه چې هېڅکله به بېرته ورغول نه شي، هغه زیان دی چې د امریکا حیثیت، باور او اعتبار ته اوښتی دی.» تازه د نیویارک ټایمز په راپور کې هم ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه له داسې حالت سره مخ دی چې پرېکړې او دریځونه یې روښانه نه ښکاري او په روانه جګړه کې یې څو ځله پرېکړې او پلانونه بدل کړي.

اړوند خبرونه