ډېر لوستل شوي

د پاکستان د نوي موقف هیله نیمګړې شوه؛ ایران اسلام‌اباد کې مذاکرات نه کوي

وال سټرېټ ژورنال تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې ایران په رسمي توګه منځګړو هېوادونو ته خبر ورکړی چې نه غواړي امریکا سره اسلام‌اباد کې مذاکرات وکړي.

سیاسي شنونکي وايي، چې پاکستان سیمه کې د یوه نوي موقف هیله لرله چې د ایران د مذاکراتو رد ځواب یې هیله نیمګړې کړه.

وال سټرېټ ژورنال همداراز ویلي چې ایران د خبرو اترو لپاره د امریکا اېښودل شوي شرطونه هم رد کړي دي.

منځګړو هېوادونو یادې رسنۍ ته ویلي چې اوس مهال پاکستان کې مذاکرات درېدلي خو ترکیه او مصر د ایران ـ امریکا مذاکراتو په نویو پلانونو غور کوي.

د یادونې ده چې شنونکي د ایران له‌خوا د داسې واضح رد ځواب لامل پر پاکستان د امریکا نفوذ او واشنګټن سره موسمي ګرمې اړیکې بولي.

اړوند خبرونه