ډېر لوستل شوي

افغانانو سره به د نړیوالې ټولنې مرستې له ځنډ پرته ادامه ولري

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت سره کتلي دي.

ارګ په خپلې رسمي اېکسپاڼې ددغې لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې اندریکا راتوت له افغانانو په ځانګړي ډول د هرات زلزله ځپلو او له بېلابېلو هیوادونو څخه راستنو شویوکډوالو ته د بشري مرستو د وېش په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د همکاریو مننه وکړه. راتوت هیواد کې د سراسري امنیت، د نشه یي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او د اداري فساد د مخنیوي برخه کې د اسلامي امارت د هڅو هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې مرستیال وویل: له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې به ادامه ولري. نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې مستحقو افغانانو ته د دې مرستو په رسولو کې له دوی سره همکاري وکړي. اندریکا څرګنده کړه، د ګاونډیو هیوادونو له لوري په زور د کډوالو اېستل د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده. د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: د کډوالو د رایستنې پروسه د ټولو نورمونو خلاف ترسره کېږي او د اسلامي امارت مسوولین مستحقینو ته د بشري مرستو رسولو پروسه کې له نړیوالو سازمانونو او مرسته کوونکو سازمانونو سره په تېر او اوس کې همکار پاتې شوی.

اړوند خبرونه