په داسې حال کې چې اسراییلي حکومت د جګړې پر مهال پر اعتراضونو او عامه غونډو سخت محدودیتونه لګولي، سلګونو اسراییلیانو د جګړې پر ضد په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه کړي دي.
اسراییلي ورځپاڼې جروزالم پوسټ راپور ورکړی، چې دغه اعتراضونه د تلابیب، حیفا، اورشلیم او کفر سبا په ښارونو کې ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، معترضانو د جګړې د درېدو غوښتنه کړې او «موږ باید دا ودروو» او «بیبي (بنیامین نتنیاهو) به ټول ووژني» شعارونه ورکړي دي.
دا اعتراضونه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د اسراییلو دننه د جګړې د دوام، د حکومت د تګلارې او د نتنیاهو د مشرتابه پر ضد نیوکې ورځ تر بلې زیاتېږي.

