یو پخواني پوځي افسر ویلي، داسې احتمال شته چې وروستۍ پېښه کې ایران امریکایي پیلوټ نیولی وي، خو لا یې په رسمي ډول د هغه د نیول کېدو اعلان نه وي کړی.
دې افسر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، له «بيبيسي» سره په خبرو کې ویلي: “امکان لري ایران د پیلوټ موقعیت هم موندلی وي، خو ښایي قصداً چوپ پاتې شوی وي، څو امریکایي ځواکونه د ژغورنې یا موقعیت معلومولو لپاره ورنږدې او پرې برید ونه کړي.”
هغه زیاته کړې، په دا ډول حالاتو کې پیلوټان معمولاً هڅه کوي خپل پوځي یونیفورم پټ یا خښ کړي او نور نظامي وسایل له ځانه لیرې وغورځوي، څو د پېژندنې او نیول کېدو خطر کم شي.
د ویلو ده، چې تر اوسه د دې ادعا په تړاو ایران او امریکا رسمي څه نه دې ویلي.

