د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» په غونډه د سیمې او مرکزي اسیا د ستونزو د حل او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مهمه ګام بللی دی او په وينا يې، چې په تېرو پنځو کلنو کې يې په بېلابېلو برخو کې مهمي لاسته راوړنې درلودې.
د اميد راډيو خبريال چې دې ناسته کې د اوزبيکستان، تاجيکستان، قزاکستان، ترکمنستان او قرغيزستان هېوادونو استازو ګډون درلود د ښاغلي متقي په حواله ويلي، د دې ناستې اساسي موخې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا او د شته ستونزو لپاره د حل لارو موندل دي.
د بهرنيو چارو وزير همداراز ويلي، چې د اسیا ګڼ هېوادونه له امنیتي ننګونو سره مخ دي، چې اغېزې یې پر افغانستان درلودې او د دې ستونزو د حل لپاره ګډې او جدي هڅو ته اړتيا ده.
د نوموړي په وینا، افغانستان هڅه کوي له سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي او په بېلابېلو برخو کې مثبت تعامل ته دوام ورکړي.
مولوي اميرخان متقي له پاکستان سره اړیکو ته په اشارې ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې په چین کې پیل شوې او افغانستان خبرو ته چمتو دی، خو ټينګار يې کړی، چې د خپل هېواد او ولس دفاع به په هر حالت کې کوي.
وزير ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونو د داعش او نورو ورته ډلو د فعالیتونو مخه نیولې او په سرحدي سیمو کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې اداري فساد له منځه تللی، د کوکنارو کښت صفر ته راکم شوی او د پولي خدمتونو ثبات ساتل شوی دی.
نوموړي دغه راز ويلي، چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې هم مهم پرمختګونه شوي او هڅه روانه ده، څو دا بهیر لا پراخه شي.
مولوي اميرخان متقي د ټاپي او کاسا زر په څېر سیمهییزو پروژو د عملي کېدو لپاره د افغانستان بشپړ چمتووالی څرګند کړی او وړاندیز یې کړی، چې د افغانستان او مرکزي اسیا د متخصصینو ګډ کنفرانس دې هم جوړ شي، څو د تجربو شریکولو زمینه برابره شي.

