ډېر لوستل شوي

ټرمپ: ایران کې د پیلوټانو د ژغورنې عملیات بریالي شوي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړی، چې د امریکا پوځ په ایران کې د ژغورنې مهم او پېچلي عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړي او دواړه پیلوټان یې ژغورلي دي.

ټرمپ پر خپله «ټروت سوشيل» شبکه کې دا عملیات د امریکا په تاریخ کې تر ټولو زړورو او پېچلي د لټون او ژغورنې ماموریت بللی، چې په ترڅ کې یې د پوځ یو لوړپوړی غړی، چې د کرنل رتبه لري، له خطره ژغورل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، ژغورل شوی افسر او ورسره بل پیلوټ دواړه «روغ او خوندي» دي.

دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې یوه پخواني پوځي افسر ادعا کړې وه چې داسې احتمال شته، ایران په وروستۍ پېښه کې امریکایي پیلوټ نیولی وي.

اړوند خبرونه