ډېر لوستل شوي

الميادين: ټرمپ رسنیو کې ګواښونه کوي، خو تر شا د مذاکراتو په لټه کې دی

د لبنان «الميادين» رسنۍ د يوې سيمه‌ييزې سياسي باخبره سرچينې په حواله ويلي، چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسنیو کې توند دریځ او ګواښونه کوي، خو په پټه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو په جدي لټه کې دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په اصفهان کې له وروستیو پېښو وروسته پر ټرمپ د امریکا د پرېکړه‌کوونکو کړیو له لوري کورني فشارونه زیات شوي، څو جګړه پای ته ورسوي.
دې سرچينو د ټرمپ پرله‌پسې توند ټویټونه او له رسنیو لرې پاتې کېدل د همدې وضعیت د پټولو هڅه بللې ده.
سرچینه وايي، چې ځینو لوريو تهران ته هم خبر ورکړی، چې ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وتلو لارې لټوي او له رسنیزو ګواښونو سره هم‌مهاله په پټه د خبرو او امتیاز ورکولو وړاندیزونه هم مطرح کړي دي.

اړوند خبرونه