الجزیرې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، که د يوې احتمالي هوکړې نښې راښکاره شي، ښايي د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پلان شوي لوی برید پرېکړه وځنډوي.
په دې راپور کې راغلي، ټرمپ تر اوسه یوازینی کس دی چې د ایران د بنسټیزو تاسیساتو پر ضد د برید د پیل پرېکړه په لاس کې لري، او ټاکل شوې وه چې دا اقدام نن (سهشنبه، وري ۱۸مه) د ماښام په ۸ بجو ترسره شوی وی. سرچينه زیاتوي، که چېرې د ډیپلوماټيکې هوکړې رښتینې نښې څرګندې شي، نو د دې برید د ځنډ احتمال شته، خو وروستۍ پرېکړه به د امریکا د ولسمشر له لوري کېږي.

