ډېر لوستل شوي

د اسراييلي بريدونو له امله درېيو خبريالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې پر فلسطين او لبنان د اسراييلو د تېرې ورځې بريدونو له امله درېيو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ياد اژانس د راپور له مخې، په لبنان کې د المنار ټلویزیون خبریاله سوزان خلیل او د صوت الفرح راډیو خبریاله غاده الدایخ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همداراز، د غزې پر تړانګه د اسراييلو د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد له امله فلسطيني خبريال محمد وشاح هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند خبرونه