د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ارتودوکس عیسویانو د «Easter» اختر په مناسبت له اوکراین سره «دوه ورځنی اوربند» اعلان کړی دی.
کرېملین ماڼۍ ویلي، دغه اوربند به د «اپرېل ۱۱مې د مازدیګر له ۴ بجو پیل او د اپرېل ۱۲مې» تر پایه دوام وکړي، او مسکو تمه لري چې اوکراین هم ورته اقدام وکړي.
د پرېکړې له مخې، د روسیې دفاع وزیر اندری بیلوسوف د پوځ لوی درستیز والري ګراسیموف ته امر کړی، چې په دې موده کې دې پر ټولو اهدافو پوځي عملیات ودرول شي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې پوځیان باید لا هم چمتو وي څو د هر ډول احتمالي برید یا تحریک مخه ونیسي. تر دې دمه، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د دې اعلان په اړه سملاسي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د دوی د اختر پر مهال د اوربند وړاندیز کړی و.

