د ايراني پلاوي مشر قاليباف اسلاماباد ته د تګ پر مهال د الوتکې په خالي څوکیو کې د هغه ماشومانو انځورونه ایښې دي، چې د امریکا په بمباريو کې یې ژوند له لاسه ورکړی وو.
نوموړي له دې انځور سره ليکلي: “له ما سره دا ماشومان هم په سفر کې دي.
د يادونې وړ ده، چې په ټولنيزو پاڼو کې په دې کار ګڼې تبصرې شوې او دا هغو ۱۶۸ کسانو ته درناوی ښودل شوی، چې د ايراني چارواکو په وينا د فبرورۍ پر ۲۸مه په ميناب سيمه کې د نجونو پر «شجره طيبه» ښوونځي توغنديز بريدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

