د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستيال جيډي وېنس له ايراني پلاوي سره د خبرو لپاره اسلاماباد ته رسېدلی دی.
همداراز د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر هم په جلا الوتکه کې اسلاماباد ته رسېدلي او د پاکستاني چارواکو له لوري یې هرکلی شوی دی.
ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې نن ماسپښین پیل شي، چې لومړی به په غیر مستقیم ډول او وروسته به مخامخ ترسره شي. د يادونې وړ ده، چې د تهران يو پلاوی د ايران د پارلمان رييس محمد باقر قالیباف په مشرۍ اسلاماباد ته تللی دی.

