د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبريالانو ته د پوښتنو په ځواب کې چين ته تازه خبرداری ورکړی، که ايران ته وسلې ولېږدوي لويه ستونزه به ورته جوړه شي.
د «سياېناېن» راپور له مخې، ټرمپ که څه هم د «لویې ستونزې» په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې یې ویلي و، هر هېواد چې ایران ته وسلې واستوي، د امریکا له لوري به پرې ۵۰ سلنه تعرفې ولګول شي.
په راپور کې راغلي، استخباراتي ارزونې ښيي چې چین ښايي ایران ته د وسلو، په ځانګړې توګه د هوايي دفاعي سیستمونو د لېږلو تابیا نیسي.
ویل کېږي، چې دا وسلې به د درېیم هېواد له لارې ولېږدول شي، څو دا بهیر پټ وساتل شي. د يادونې وړ ده، چې تر اوسه چین په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

