حاجي محمدابراهیم حکمت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو د رییس په توګه معرفي او رسما یې پر دنده پیل وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء د حکم پر اساس، حاجي محمد ابراهیم حکمت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي چارو د رئیس په توګه پېژندل شوی دی.
نوموړی نن د ریاست الوزرا د عمومي دفتر د رییس مفتي عبدالله عزام له لوري خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ. د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت د دفتر عمومي رئیس نوموړي ته په خپلو کارونو کې د بریا هیله وکړه او له کارکوونکو یې د کارونو په ښه ډول پرمخ بېولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د اقتصادي چارو رئیس حاجي محمد ابراهیم حکمت د اقتصادي معاونیت د مقام له باوره مننه کړې او ژمنه یې وکړه چې خپلې چارې به په اخلاص او ایماندارۍ سره پر مخ وړي.