د یوې نړیوالې «اېکونومېسټ» مجلې کارپوه نیکلاس پلهام ویلي، چې د ایران له مهمو ستراتیژیکو وسیلو څخه یوه هم د هرمز تنګي کنټرول دی، چې حتی له اټومي وسلو هم اغېزناک بلل کېدای شي.
نوموړي زیاته کړې، ياد تنګی ايران ته د يوه قوي دفاعي ځواک په مثال دی او د هر ډول احتمالي فشار پر وړاندې اغېزمن تمامېدلی شي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د اسلاماباد په کوربهتوب د امريکا او ايران ترمنځ د سولې پر سره مذاکرات بېپايلې پای ته ورسېدل او د دواړو لوريو پلاوي خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

