ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې پر سمندري ځواکونو برید؛ درې پاکستاني عسکر پکې وژل شوي

د پاکستان ازادو رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالت د ګوادر جیوَني سیمې ته نږدې په سمندر کې د پاکستاني ځواکونو د یوې ګزمې پر کښتۍ برید شوی دی.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې نايک افضل، جميل او عمير په نوم درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د ويلو ده، چې تر اوسه د برید د څرنګوالي او ترسره کوونکو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

اړوند خبرونه