ډېر لوستل شوي

د ترکیې سفارت سرپرست له «مولوي امیرخان متقي» سره پر سیمه‌ييزو مسایلو بحث کړی

په کابل کې د ترکیې سرپرست سفیر «سادین آیلدز» د بهرنیو چارو له وزیر، مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو غږېدلی دی.  

د بهرنیو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین «اورمچي» ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په اړه خبرې شوې دي.  

د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې بللې او په دې برخه کې د ترکيې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې ارزښتناکې بللې دي. بلخوا د ترکیې سرپرست سفیر ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې ځانگړی ارزښت لري، او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

اړوند خبرونه