د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی ویلي، چې د اسلاماباد په کوربهتوب په وروستیو درېاړخیزو خبرو کې هوکړې ته نږدې و، خو د امریکا د دریځ بدلون د خبرو بهیر ګډوډ کړ.
عراقچي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ایران پلاوي د امریکا له لوري له «زیاتې غوښتنې، پرلهپسې شرطونو بدلون او خنډونو جوړولو» سره مخ شو.
عراقچي زیاته کړې، چې دغه خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تېرو ۴۷ کلونو کې په لوړه کچه ترسره شوې وې او د ایران له لوري پکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره «ښه نېت» و.
نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې د خبرو له پای ته رسېدو سره سره «هیڅ درس وانه خیستل شو»، چې د ده په خبره دا د راتلونکو تعاملاتو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.
د اسلاماباد په کوربهتوب د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات له کومې مطلبې پایلې پرته پای ته ورسېدې.

