د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین له لوري پر هغو سیمو د نوم ایښودنې هڅې چې هند یې خپله خاوره بولي، هېڅ ډول حقوقي او واقعي اغېز نه لري.
د یاد وزارت ویاند رندهیر جیسوال په یوه رسمي خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د چین دا ډول اقدامات، ناسمې ادعاوې او بېبنسټه روایتونه نه شي کولای شته او نه انکار کېدونکي واقعیتونه بدل کړي.
نوموړي څرګنده کړې، چې اروناچل پردېش د هند نه بېلېدونکې برخه ده او دا وضعیت به په تېر، اوس او راتلونکي کې هم ثابت پاتې شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت همداراز خبرداری ورکړی، چې د چین دا ډول ګامونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو روان بهیر زیانمنوي.
هند له چین غوښتي چې له داسې کړنو ډډه وکړي او پر ځای دې د خبرو، تفاهم او ثبات د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي.

