ډېر لوستل شوي

امریکايي سناتور: ډونالډ ټرمپ د ماتې په حال کې دی

د امریکا د اریزونا ایالت ډیموکرات سناتور مارک کلي د کاتوليکانو مشر پاپ ليو په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ توندې څرګندونې «نفرتي» بللې دي.
نوموړي په یوه بیان کې د پاپ ليو په تړاو د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې د نه منلو وړ او دا يې د ميليونونو کسانو د احساساتو پر زيان بللې دي.
سناتور کلي همداراز د ایران په تړاو د ټرمپ تګلارې ته په اشارې ویلي، چې دغه سیاستونه د امریکایي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې او د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ایراني ماشومانو د مرګ لامل شوي دي.
نوموړي زياته کړې: “له دې معلومېږي چې ټرمپ د ماتې په حال کې دی.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ټرمپ او واتیکان ترمنځ د وروستيو ناندريو کچه لوړه شوې او دواړو لوريو د یو بل پر دریځونو سختې نیوکې کړې دي.

اړوند خبرونه