د امریکا او ایران ترمنځ د اسلاماباد درېاړخیزې خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې، او دواړو لوریو د خپل اختلاف مهم ټکی اوس رسنیو ته څرګند کړي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، ایران چمتو دی چې د یورانیم د غنيسازۍ پروګرام د ۵ کلونو لپاره وځنډوي، خو امریکا دا وړاندیز نه دی منلی او د ۲۰ کلن تعلیق غوښتنه کوي.
په همدې حال کې، د امریکا د مرستیال ولسمشر «جي ډي وېنس» ویلي، چې توپ د ایران په ډګر کې دی، نو ځکه اوس پرېکړه هم د ایران په لاس کې ده.
هغه ټینګار کړی، چې واشنګټن غواړي غنيشوي مواد له ایران څخه وایستل شي او تهران باید د اټومي وسلو د نه جوړولو کلک ضمانت ورکړي.
بلخوا، ایراني چارواکو هم ورته دریځ نیولی او غواړي چې وړاندې شوي شرایظ پرې ومني.

