د روسیه د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دوه ورځني رسمي سفر چین ته تللی دی.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې لاوروف به د خپل چینايي سیال وانګيي سره د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمې پر روان وضعیت خبرې وکړي.
د دې سفر موخه د مسکو او بیجینګ ترمنځ د سیاسي او ستراتیژیکو همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.

