د سټنډرډ ملي اداره وایي چې د ودانيزو توکو د تثبیت او کنټرول پروسه د ټول هیواد په بندرونو کې روانه ده.
سټنډرډ ملي اداره وایي چې بندرونه یې مهار کړي او په ټول هیواد کې یې د بې کیفیته ودانیزو توکو د واردولو مخه نیولې ده.
دغه اداره وایي چې د هیوادوالو د روغتیا او د مصرفوونکو د ګټو د خوندیتوب په موخه به د بې کیفیته توکو د واردېدو مخه نیسي. د دې ادارې د مالوماتو له مخې په تېر ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د بېلابېلو بندرونو او ګمرکونو له لارې (۴۲۷۱۲) محمولې توکي چې ټولټال وزن یې (۶۳۷۲۶۹۵.۳) ټنه کیږي، باکیفیته تشخیص شوي او دوه ټانکره (۷۵.۲۴ ټنه) د سټندرډونو خلاف تثبیت او مخه یې نیول شوې ده.