ډېر لوستل شوي

امریکا غواړي اوربند دوه اوونۍ نور وغځېږي

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی چې امریکا له ایران غوښتنه کړې ده چې اوربند دوه اوونۍ نور وغځوي.

تسنیم ویلي چې تهران د واشنګټن دې غوښتنې ته تر دې دمه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

بلخوا د امریکا سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېت تائید کړې چې ایران سره خبرو ته هیله‌مند دي او ښايي دویم پړاو خبرې هم اسلام‌اباد کې ترسره شي. د یادونې وړ ده، چې د ایران او امریکا د روانې جګړې د مذاکراتو لومړی پړاو په پاکستان کې بې له کومې څرګندې پایلې پای ته رسېدلي و.

اړوند خبرونه