ډېر لوستل شوي

قاليباف: د امريکا ادعاوې دروغ دي، د هرمز تنګي کنټرول د ايران په لاس کې دی

د ايران د پارلمان رييس محمد باقر قاليباف ويلي، چې د امريکا ولسمشر په خپلو وروستيو څرګندونو کې اووه ادعاوې کړې، خو د نوموړي په وينا، دا ټولې ادعاوې دروغ دي او له حقيقت سره اړخ نه لګوي.

قاليباف پر خپله اېکس‌پاڼه زياته کړې، چې امريکا له دې دروغجنو څرګندونو سره نه په جګړه کې بريالۍ شوې او نه به هم د مذاکرې له لارې کومې پايلې ته ورسېږي. نوموړي خبرداری ورکړی، که د فشارونو او کلابندۍ لړۍ دوام ومومي، نو د هرمز تنګی به وتړل شي.

د ايران پارلمان رييس په وينا، له دې مهم سمندري لارې تګ‌ــ‌راتګ يوازې د ټاکل شويو لارو له مخې او د ايران په اجازه ترسره کېږي، او دا چې تنګی پرانيستی وي که تړلی، دا پرېکړه به د ميدان شرايط ټاکي، نه ټولنيزې شبکې.

قاليباف همدارنګه د رسنيزې جګړې او د عامه افکارو يادونه کړې او ويلي يې دي، چې دا د جګړې مهمه برخه ده، خو د ايران ولس به د دغو تبليغاتي هڅو تر اغېز لاندې رانه‌شي. نوموړي خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د مذاکراتو دقيق او رښتيني معلومات د بهرنيو چارو وزارت د وياند له وروستۍ مرکې څخه ترلاسه کړي.

اړوند خبرونه