ډېر لوستل شوي

د شمالي کوریا توغندیز ازموینې؛ جاپان پوځ بشپړه چمتووالی نیولی

د جاپان حکومت خبر ورکړی، چې د شمالي کوریا له لوري د بالستیک توغندیو له توغولو وروسته، د دې هېواد وسله‌وال ځواکونه بشپړ چمتووالي ته داخل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د جاپان د لومړي وزیر په دفتر کې د بحران مدیریت په مرکز کې د بېړني غبرګون ډلې غونډه ترسره شوې او امنیتي وضعیت تر جدي ارزونې لاندې نیول شوی دی.

لومړۍ وزیره سانائه تاکایچي ویلي، چې هېواد یې له سویلي کوریا او متحده ایالات سره په ګډه د معلوماتو تحلیل او همغږي روانه ساتلې ده.

بل‌خوا، د سویلي کوریا پوځ ویلي، چې یاد توغندي د سینپو ښار څخه توغول شوي، چې د شمالي کوریا په ختیځ ساحل کې موقعیت لري.

په همدې حال کې، په سویلي کوریا کې هم د ولسمشر په دفتر کې بېړنۍ غونډه ترسره شوې، څو د رامنځته شوي وضعیت ارزونه او اړین اقدامات وڅېړل شي.

اړوند خبرونه