د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، چې د تهران او متحده ایالتونو ترمنځ په ځینو مهمو مسایلو، په ځانګړې توګه د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي په اړه بنسټیز اختلافات شته دي.
قالیباف په خپله وروستۍ ټلویزیوني مرکه کې ټینګار کړی، چې باید دا ډاډ ترلاسه شي، څو متحده ایالتونه او اسراییل بیا پر ایران د هر ډول برید هڅه ونه کړي.
د ایران د پارلمان رییس دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

