د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو او حزبالله ترمنځ د جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۶۵۰ نور ټپیان دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، دا مرګژوبله د لبنان په جګړه کې د اسراییلي پوځ له لوري هم تایید شوې ده.
تر اوسه د ټپیانو د وضعیت په اړه بشپړ جزییات نه دي شریک شوي، خو ویل شوي، په ژوره کچه ټپیان هم دې پکې.
له دې وړاندې، حزبالله او ورسره تړلو رسنیو د اسراییلي ټانکونو د ویجاړېدو راپورونه هم ورکړي وو.
سره له دې چې د بیروت له خوا د اسراییلو او حزبالله ترمنځ د ۱۰ ورځني اوربند اعلان شوی، خو راپورونه ښيي چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ بریدونه دوام لري.

