د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف وایي، چې د هرمز تنګي امنیت وړیا نه دی او د نړۍ د تېلو بیې به پر ایران او د هغه پر متحدینو د اقتصادي او پوځي فشارونو تر پای پورې تړلې وي.
عارف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دا د منلو وړ نه ده چې پر ایران دې د تېلو د صادراتو بندیزونه وي، خو د نورو هېوادونو لپاره دې هرمز تنګی خوندي پاتې شي.
هغه ټینګار کړی: “انتخاب روښانه دی؛ یا به د تېلو بازار د ټولو لپاره ازاد وي، او یا به ټول د درنو لګښتونو بار پر غاړه اخلي.”
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې د ایران د پوځ مرکزي قرارګاه «خاتمالانبیا» د امریکا له لوري د یوې ایراني کښتۍ د نیولو په غبرګون کې خبرداری ورکړی و چې ښایي هرمز تنګی په بشپړ ډول وتړل شي.

