د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ترمنځ په تازه ټلېفوني خبرو کې د سیمې پر روان وضعیت خبرې شوې دي.
شهباز شریف پر اېکسپاڼه لیکلي، چې له ایراني سیال سره یې د «سیمې د بدلېدونکي وضعیت» په اړه سلا مشورې کړې دي.
بلخوا، په پاکستان کې د ایران سفیر محمد رضا امیری مقدم ویلي، تر هغه چې پر ایران سمندري کلابندۍ دوام ولري، د تهران او واشنګټن ترمنځ به اختلافونه او کړکېچونه هم پر خپل ځای پاتې وي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې په اسلامآباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو ته چمتووالی روان دی.

