متحده عربي اماراتو واشنګټن ته خبر ورکړی، چې که د نفتو د معاملاتو لپاره کافي امریکايي ډالر ورسره ونه ساتل شي، نو اړ به شي خپل نفت په چيني «یوان» وپلوري.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې نړیوال بازارونه د اسعارو د بدلون او د انرژۍ د معاملاتو د سیاسي اړخونو له امله له بدلونونو سره مخ دي.
د اماراتو دا ګام ښيي، چې د انرژۍ په نړیوال بازار کې د اسعارو سیالي ورځ تر بلې زیاتیږي، او هېوادونه هڅه کوي له بدیلو لارو خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي.

