ډېر لوستل شوي

ټرمپ له ایران سره اوربند تر نامعلومې مودې وغځاوه

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرنپ خبر ورکړی، چې له ایران سره دوه اوونیز اوربند یې د نامعلومې مودې لپاره غځولی دی.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.

نوموړي د پاکستان د منځګړیتوب غوښتنه منلې او ویلي یې دي، چې پر ایران به بریدونه تر هغه وخته ځنډوي، څو دواړه لوري یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د امریکا متحد اسراییل به د دې نامحدود اوربند ملاتړ وکړي، که نه.

بل لور ته، ایراني چارواکو د دې پرېکړې په اړه تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. سره له دې، د امریکا له لوري د اوربند تر څنګ د ایران پر وړاندې سمندري محاصره هم غځول شوې، چې تهران یې د خبرو پر وړاندې یو خنډ بولي.

دا اوربند د شاوخوا څلوېښت ورځنۍ خونړۍ جګړې وروسته، د پاکستان د مشرانو په منځګړیتوب رامنځته شوی و.

اړوند خبرونه