ډېر لوستل شوي

ایران: زموږ ځواکونه له بشپړ چمتووالي سره «ګوته‌په‌ماشه» دي

په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اوربند تر نامعلومې مودې غځولو اعلان کړی، د ایران د مرکزي قرارګاه «خاتم‌الانبیا» ویاند ویلي، چې د دې هېواد وسله‌وال ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایراني ځواکونه له ډېر وخت راهیسې په «سل سلنه» تیارسۍ کې دي او «ګوته‌په‌ماشه» ولاړ دي، څو د هر ډول برید یا تېري پر مهال، له مخکې ټاکل شوی هدفونه په نښه کړي.

د ایران دا دریځ داسې مهال څرګندېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د درولو لپاره اوربند غځول شوی، خو لا هم د دواړو لوریو ترمنځ بې‌باوري او پوځي چمتووالی پر خپل حال پاتې دی.

اړوند خبرونه