ډېر لوستل شوي

د امریکا او ایران کړکېچ دوام؛ شریف له ټرمپ مننه کړې او عراقچي واشنګټن په «جګړه‌ییز اقدام» تورن کړی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له دې امله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ مننه کړې چې د دوی په غوښتنه یې له ایران سره اوربند غځولی دی.

شریف ویلي، د اوربند غځول به د ډیپلوماتیکو هڅو بهیر ته دوام ورکړي او د سولې د هوکړې لپاره به زمینه برابره کړي.

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا له‌خوا د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بللی او ټینګار یې کړی، چې دا کار له اوربند ښکاره نقض دی.

هغه همداراز ویلي، پر یوه سوداګریزې بېړۍ برید او د عملې نیول تر دې هم لوی سرغړونه ده. د نوموړي په خبره، ایران په دې پوهېږي چې څنګه محدودیتونه له منځه یوسي، له خپلو ګټو دفاع وکړي او د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

سره له دې چې تهران تر اوسه د اوربند د غځېدو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو شریف هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري به د اوربند درناوی وکړي.

نوموړي تمه ښودلې، چې ایران او امریکا به د خبرو دویم پړاو کې، چې ټاکل شوې په اسلام‌اباد کې ترسره شي، یوې جامع سولې ته ورسېږي، خو د ایران له‌خوا د پلاوي د نه لېږلو له امله د دغو خبرو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

اړوند خبرونه