د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېت ویلي، چې د ایران پر وړاندې د واشنګټن سمندري محاصره «نړیواله بڼه» غوره کوي او ټینګار یې کړی، چې تهران ته له امریکا سره د «ښې هوکړې» فرصت ورکړل شوی و.
رویټرز د نوموړي په حواله راپور ورکړی، چې که ایران له دې فرصته ګټه نه وي اخیستې، نو د فشارونو د زیاتېدو احتمال شته.
یاد خبري اژانس د درېیو پاکستاني سرچینو له قوله ویلي، چې ښايي د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرې ډېر ژر په پاکستان کې بېرته پیل شي.
د معلوماتو پر بنسټ، اسلاماباد هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي، څو د روان کړکېچ د کمېدو او د سیمې د ثبات لپاره لاره هواره شي.
تر اوسه د تهران او واشنګټن له لوري په رسمي ډول د دغو احتمالي خبرو د پیل په اړه څه نه دي ویل شوي.

