ډېر لوستل شوي

له عراقچي وروسته؛ امريکايي پلاوی هم اسلام‌اباد ته ځي

د امریکا سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او د هغه سلاکار جارد کوشنر به اسلام‌اباد ته د پاکستان په منځګړيتوب د ایران او امريکا ترمنځ د روانو خبرو اترو په بهير کې د ګډون لپاره سفر وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، چې د ټرمپ ادارې په وروستیو ورځو کې له ایران سره د خبرو په بهیر کې ځینې پرمختګونه لیدلي دي.
هغې زیاته کړې، چې امریکایي پلاوی به د ایراني استازو نظرونه واوري او هیله شته چې دا لیدنه مثبتې پایلې ولري.
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ماښام اسلام‌اباد ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې له پاکستان وروسته مسکو او مسقط ته هم سفرونه وکړي.
بل‌لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تر اوسه په پاکستان کې له امریکایي استازو سره د کومې رسمي ناستې پرېکړه نه ده شوې.

اړوند خبرونه