د فلسطین روغتیايي چارواکو خبر ورکړی، چې د غزې پر تړانګه د اسراييلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه د شپږو پوليسو په ګډون ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رويټرز د اړوندو ډاکټرانو په حواله راپور ورکړی، چې دا بریدونه تېره شپه د غزې په «خان يونس او بيت لاهيا» ښارونکو کې شوي دي.
بل لور ته، د اسراييلو پوځ د غزې پر ښار برید تایید کړی، خو د دې بریدونو په اړه یې نور څه نه دي ویلي. راپورونه ښيي، چې د اسراييلو او حماس ترمنځ د اوربند له پیل راهیسې، تر اوسه شاوخوا ۸۰۰ تنو په ورته بریدونو کې خپل ژوند بايللی دی.

