ډېر لوستل شوي

د سوریې حکومت د «تضامن» قتل عام اصلي عامل نیولی

د سوریې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د «امجد یوسف» په نوم یې هغه لوی مجرم نیولی چې ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې یې ګڼ د سوریې او فلسطین عام خلک په یو ځای قتل عام کړي وو.

د «تضامن» قتل عام پېښه د ۲۰۱۳ کال اپرېل په لومړۍ نېټه د دمشق په جنوبي سیمه کې رامنځته شوې وه، چې ۹ کاله پټه پاتې وه، خو ۲۰۲۲ کال کې د ګارډېن ورځپاڼې له‌خوا د ویډيوګانو موندلو وروسته رسنیزه شوه.

هغه ویډيوګانې چې ګارډېن خپرې کړې وې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ ملکي وګړي ښيي چې قتل عام کیږي؛ خو وروسته د سیمې اوسېدونکو وویل چې دې سیمه کې هغه وخت تر ۵۰۰ پورې ملکي کسان یوځای وژل شوي وو.

په دې اړه د سوریې کورنیو چارو وزیر انس حسان خطاب ویلي: “امجد یوسف لومړی مجرم نه و چې زموږ په ولکه کې ولوېد، د الله تعالی په مرسته به وروستی هم نه وي. موږ به د مجرمانو د تعقیب او نیولو هڅې روانې ساتو، یو په یو به یې عدالت ته سپارو تر څو د خپلو کړنو سزا وویني.” د یادونې وړ ده، چې سوریه یو له هغو هېوادونو دی، چې د «الاسد» کورنۍ واکمنۍ وخت کې هلته د بې ساري قتل عام پېښې رامنځته شوې دي.

اړوند خبرونه