ډېر لوستل شوي

مولوي امير خان متقي: که نړۍ کې هر څومره جګړې شوې، خو حل يې ډيپلوماسۍ راېستلی

د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي له جګړو څخه د خلاصون په موخه پر ډيپلوماسۍ ټينګار کړی دی.

ښاغلي متقي د بهرنيو چارو وزارت د «ډيپلوماسۍ انسټېټيوټ د شپږمې تخصصي دورې فراغت» غونډې په مراسمو کې ويلي، که په نړۍ کې هر څومره جګړې شوې، خو بيا يې هم حل د ډيپلوماسۍ له لارې خبرو اترو را اېستلی دی.

د بهرنيو چارو وزير له پاکستان سره وروستيو ستونزو ته په اشارې له ياد هېواد سره د چين په کوربه‌توب وروستي مذاکرات مثبت بللي او له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره يې په ښو اړيکو ټينګار کړی دی. دا په داسې مهال ده، چې د افغانستان او پاکستان وروستۍ نښته له يوې مياشتې زيات دوام وکړ او د قطر او ترکيې په کوربه‌توب مذاکرات هم د پاکستان د کمزورې ډيپلوماسۍ له امله له کومې پايلي پرته پای ته ورسېدل.

اړوند خبرونه