د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف د خپل رسمي سفر په ترڅ کې شمالي کوریا ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې نوموړی به د دې سفر پر مهال د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون او د دې هېواد د وسلهوالو ځواکونو له لوړپوړو قومندانانو سره لیدنې ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، په دې لیدنو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې وشي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د سیمې او نړۍ په کچه د پوځي او سیاسي اړیکو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه روانه ده.

