ډېر لوستل شوي

د بیان پابندي تحلیل

د بیان ازادي د هر انسان فطري او بشري حق ګڼل کیږي خو کله چې د بیان د ازادۍ یادونه کیږي نو ډېری وخت د سړي فکر یوازې د خبرو ډول ته او یا هم د کلام ازادۍ ته ور اوړي. د بیان ازادي اوسمهال په نړۍ کې د یوه اصل په توګه منل کیږي او په هغو هیوادونو کې چې حکومتي موډلونه یې مسوولیت منونکي اوسېدونکي یې اګاه او هیوادپاله وي؛ نو په دغسې هیوادونو کې د بیان ازادي ښه وده کوي او اغېزمنتیا یې هم جوته وي.
د بیان ازادي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې یو له خوندی شویو حقونو ګڼل کیږي چې د نړۍ ټول هیوادونه یې پر مراعت مکلف دي. خو وخت ناوخت ځیني رژیمونه د حقایقونه د نه څرګندتیا او د خپلو وحشتونو د نه سپړتیا په مقصد پر رسنیو او فردي ازادیو ډول ډول بندیزونه لګوي. بیان ازادي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۱۹ ماده کې تضمین شوې. دغه اعلامیه کې راځي:
((هرڅوک د بیان د ازادۍ حق لري؛ په دې حق کې د هر ډول پولو په پام کې نیولو پرته د رسنیو له لارې د معلوماتو او نظرونو لټون، ترلاسه کول او خپرول شامل دي)) دغه رژیمونه اصلا له حقیقته وېریږي او خپله بقا په همدغو وحشتونو کې ویني. دغه ډول رژیمونه او سیاسي موډلونه له لومړۍ تر وروستۍ ورځې له رسنیو په ډار کې وي او نه غواړي خپله اصلي څېره یې نورو ته بربنډه شي.
صهیونستي رژیم د نړۍ یو له مستبدو او ځبېښوونکو رژیمونو څخه دی. دغه رژیم د خبریالانو او رسنوالو له سانسور، وژنې، ترور او رټلو لا هم نه دي ستړی شوی. یاد رژیم په یوه تازه پرېکړه کې خپل هیواد کې ټولې بهرنۍ رسنۍ تړلي دي. دوی پلمه کړې چې ګوندې یادې رسنۍ یې کورنی امنیت ګواښي. په اغلب ګومان چې ددغه رژیم د تورې څوکه د الجزیرې پر لور کږه وه. صهیونستانو په غزه کې تر دې وړاندې د الجزیرې شبکې د مشر «الدوحدوح» کورنۍ بمبار کړه، کورنۍ یې ورشهیده، ځوان ژورنالیست یې ځوانیمرګ؛ خو نوموړی له حق ویلو په شا نه شو.
دغه رژیم تر دې دمه لسګونه خبریالان وژلي او په لګسونو رسنۍ یې له فعالیته غورځولي دي. ویل کیږي چې د نړۍ په هېڅ جګړه کې دومره خبریالان نه دي وژل شوي لکه صهیونستانو چې په خپلو بریدونو کې ووژل. اشغالګرو نه یوازې په نوم انسان رحم ونه کړ، بلکې بې پولې ډاکټران او خبریالان یې چې د هېڅ اړخ پلوي نه دي، هم له تېغه تېر کړل. دوی حتی هغوی هم هدف وګرځول چې نورو ته به یې بشري مرستې رسولې. د سرې میاشتو او نورو مرسته کوونکو ادارو د کارکوونکو وژنه ستر جنایت دی، خو له دوی د پوښتنې څوک شته؟ بل پلو، همدغه رژیم او ډنډورچیان یې ځانونه تر هر چا د بیان ستر دعوه داران بولي او د بیان ازادي ته ژمنتیا تر لمر هم روښانه بولي، مګر حقیقت بل څه دی. دغه درواغژن په خولو کې دوه ژبې او له اصلي څېرې ورهاخوا بله خونخواره او توره څېره لري. صهیونستو د رسنیو په تربتولو او خبریالانو پر ترهولو د تاریخ ناولې او توره پاڼه پرېښوده او تل به یې لمنه توره وي

اړوند خبرونه