ډېر لوستل شوي

امریکا: پر ایران د «اعظمي فشار» تګلارې ته دوام ورکوو

د امریکا د خزانې وزیر اسکاټ بسنټ وایي، واشنګټن به پر ایران د «اعظمي فشار» تګلارې ته دوام ورکړي او هر هغه شخص، بېړۍ او یا بنسټ به تحریم کړي چې تهران ته د «غیرقانوني» مالي او سوداګریزو لارو په برابرولو کې رول ولري.

بسنټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، امریکا د ایران د بانکي شبکو، د وسلو د تدارکاتي شبکو، د سیمې د نیابتي ډلو د تمویل سرچینو او همداراز هغو خپلواکو چیني تصفیه‌خونو په نښه کولو ته دوام ورکوي چې د ایران د نفتو له سوداګرۍ ملاتړ کوي.

نوموړي ادعا کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د «اعظمي فشار» سیاست له امله په ایران کې انفلاسیون دوه برابره شوی او د دغه هېواد د پیسو ارزښت په بې‌ساري ډول راټیټ شوی دی.

د امریکا د خزانې وزیر همداراز ویلي، د ایران د نفتو د صادراتو اصلي مرکز «خارګ» ټاپو د ذخیره کولو ظرفیت ته نږدې شوی، چې ښايي تهران د نفتو تولید کمولو ته اړ کړي؛ هغه ادعا کړې چې دې وضعیت ایران ته هره ورځ شاوخوا ۱۷۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایراني چارواکو تر دې وړاندې ویلي، تهران د امریکا د فشارونو او بندیزونو د اغېزو د کمولو لپاره بېلابېلې لارې لري.

اړوند خبرونه