د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه تازه ټلېفوني خبرو کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره، پر ایران د امریکا احتمالي ځمکني عملیات د «نه منلو وړ او خطرناک» بللي دي.
د روسیې دولتي رسنۍ د راپور له مخې، دا ټلېفوني خبرې چې شاوخوا یو نیم ساعت یې دوام کړی، د دواړو مشرانو ترمنځ د وروستیو ۱۶ میاشتو په ترڅ کې دولسم تماس بلل شوی دی.
د کرملین د مرستیال «یوری اوشاکوف» په وینا، پوتین له ایران سره د اوربند د غځولو په اړه د ټرمپ پرېکړه سمه بللې او ټینګار یې کړی چې دا اقدام کولی شي د سیمې ثبات او روانو خبرو ته مرسته وکړي.
پوتین خبرداری ورکړی، چې که امریکا او اسراییل بیا پوځي اقدامات پیل کړي، نو دا به نه یوازې ایران او ګاونډیو هېوادونو ته، بلکې د نړیوالې ټولنې لپاره هم جدي او زیانمنې پایلې ولري.
د راپور له مخې، په دې خبرو کې د دواړو لوریو اصلي تمرکز د ایران او د خلیج سیمې پر وضعیت و.
دا اړیکه وروسته له هغه نیول شوی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مسکو کې له پوتین سره لیدلي وو او د سیمهییزو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې وې.

